سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ځنگلونو د ساتنې نړۍواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۹:۳۵
SJAU

ياده نمانځغونده چې د کرنې پوهنځي په نوښت جوړه شوې وه، په کې د ياد پوهنځي ريیس پوهندوی محمد حسن محمدي، د پوهنتون استادانو او محصلینو برخه لرله.

غونډې ته د کرنې پوهنځي رييس د ښه راغلاست او پرانستې وینا تر څنگ، د دا ډول پروگرامونو دايرول خورا مهم ياد کړل.

ورپسې د کرنې پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبیعي منابعو د څانگې آمر پوهنیار شاهدالله امن ځنگلونو د ارزښت، ساتنې، د ورپېښو گواښونو او د حل پر بېلا بېلو لارو چارو خپل پرېزنټېشن وړاندې کړ.

ځنگلونو د ساتنې نړۍواله ورځ چې د ۲۰۱۲ زېږدیز کال را په دې خوا په ټوله نړۍ کې د مارچ پر ۲۱ مه نمانځل کېږي، اصلي موخه یې ځنگلونو د ساتنې او سالمې گټې اخیستنې په اړه عامه پوهاوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزارت په مشرۍ د کابل پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

دغه داخلي کنفرانس چې«چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت» تر سرليک لاندې په کابل پوهنتون کې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري ليکل شويو علمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۲۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې استاد پوهنيار خليل الله حنيف د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د(مرکبې قافيې د ډولونو څېړنه) تر سرليک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د پوهنځيو رئيسانو، معاونينو، اداري او کادري آمرينو او مديرانو ته د پلان جوړونې او راپور ليکنې په اړه روزنيز ورکشاپ دایر شو

دغه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت په نوښت جوړ شوی ؤ، چې د دې پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو رئيسانو، معاونينو،. . .

BACK TO NEWS