د پوهنتون رييس کونړ ولايت کې د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې له چارو څارنه او ارزونه وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۴۱
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار يې ملتيا کوله د ياد تحصيلي بنسټ د علمي، محصلانو، تدریسي او اداري چارو د ارزونې ترڅنگ؛ د نوموړې مؤسسې مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ.

شيخ عبدالمالک محسن د هېواد په پرمختگ کې د علمي بنسټونه رول مهم وباله او د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې مشرتابه ته يې ډاډ ورکړ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له دوی سره د ظرفيت لوړونې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي د يادې مؤسسې مسؤلينو ته لارښوونه وکړه چې د محصلينو په سالمه فکري روزنه کې خپل مسؤليت ته پوره متوجه شي.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د تدريسي بهير د لا ښه‌والي، د نصاب او کورس پاليسۍ بشپړ تطبيق او د محصلينو حاضرۍ په برخه کې د يادې خصوصي مؤسسې مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې رييس مولوي سراج الاسلام په خپلو خبرو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رهبري پلاوي په ورتگ خوښي وښوده او د يادې خصوصي مؤسسې پر فعاليتونو يې رڼا واچوله.

ياده دې وي چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري په کونړ ولايت کې د تنوير لوړو زده‌کړو له خصوصي مؤسسې څخه په دوامداره توگه ليدنې او له فعاليتونو يې څارنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالوسع منصور د کمپيوټرساينس پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د عصري ټکنالوژۍ پر اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او هغوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۴۹
Background image

په پوهنتون کې د پايلو پر بنسټ پوهې او محصل محوره زده کړو د تدرسي تگلارو روزنيز ورکشاپ پيل شو

دغه ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د(۱۰) لسو ورځو پر دوام پلان شوی دی، د ياد پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو شااوخوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۳۹
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د پوهنځيو د څانگو له آمرينو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنځيو د څانگو له آمرينو سره ناسته وکړه. په پيل کې د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS