د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قرانکريم ترجمې او تفسير درس پيل شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۰:۴۱
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري نن ورځ د خپلو ديني او اصلاحي درسونو پر دوام د پوهنتون په اداري ودانۍ کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قرانکريم ترجمې او تفسير درس پيل شو، چې تر دې وروسته به په رسمي ورځو کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم دوام ولري.

پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف د ياد درس په پرانيسته کې د قرانکريم پر اعجاز، د تلاوت پر اهميت او ادابو تفصيلي خبرې وکړې او د پوهنتون منسوبين يې په درس کې فعال گډون ته راوبلل.

پای کې نوموړي د ياد آمريت نوی گمارل شوی مبلغ مولوي عبيدالله نعماني د پوهنتون منسوبينو ته ور وپېژاند او د نن ورځې درس يې د خير په دُعاء سره پای ته ورساوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۷
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس په لارښوونه د معاونيتونو او پوهنځيو د ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو د تشرېحي غونډو په لړ کې نن ورځ د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس له لوري معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې شو

د سید جمال ‌الدین افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د علمي او اداري چارو د لاښه پرمختگ او مؤثرې پلان جوړونې په موخه معاونيتونو او پوهنځيو ته ځانگړې لارښوونه کړې، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۷:۴
Background image

د اقتصاد پوهنځي استادانو او اداري کارکونکو ته د تضمين کيفيت نويو معيارونو په هکله د پوهاوي سېمينار داير شو

ياد سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د تضمين کيفيت کمېټې په نوښت جوړ شوی ؤ، د پوهنځي استادانو او اداري کارکونکو په کې برخه لرله.

د سېمينار په پرانيسته کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې استاد پوهنيار خليل الله حنيف د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د(خاطر اپريدي په شعرونو کې د حس اميزۍ. . .

BACK TO NEWS