پوهنتون کې د اعتبار ساتنې په موخه د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو پروسې د معیارونو د تشریح ۳ ورځنی ښوونيز ورکشاپ پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۳:۲۰
SJAU

یاد ورکشاپ چې د لوړو زدهکړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د دې پوهنتون په معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز کې د پوهنتون رهبرۍ غړو، پوهنځیو ريیسانو، دیپارتمنتونو آمرينو، د مستقلو آمریتونو مسؤلینو او د تنوير لوړو زده‌کړو خصوصي مؤسسې مسؤلينو ته دایر شوی ؤ، نن ورځ پای ته ورسېد.

ورکشاپ د پای په مراسمو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شیخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د یاد ورکشاپ د جوړېدو له کبله د لوړو زده‌کړو وزارت، د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست او له روزونکو استادانو مننه وکړه. نوموړي د ورکشاپ گډونوالو ته سپارښتنه وکړه  چې له موادو يې په علمي او اداري چارو کې پوره استفادې وکړي.

د يادونې ده چې د شيخ زايد پوهنتون استاد پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک او د پکتيا پوهنتون استاد پوهنمل محمد امین احمدزي  د دې ورکشاپ د روزنې چارې مخته يوړې. ياد ورکشاپ د گډونوالو د پوښتنو په ځوابولو او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۰
Background image

پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول

نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۳:۳۶
Background image

پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

BACK TO NEWS