ننگرهار پوهنتون محصلینو له سید جمال الدین افغاني پوهنتون څخه لیدنه وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۴
SJAU

ننگرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د هارټيکلچر ديپارتمنت ۳۶ تنومحصلینو د علمي سیر په ترڅ کې له سید جمال الدین افغاني پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د دې پوهنتون، کرنې پوهنځي د څېړنيز فارم او په ياد فارم کې تر کار لاندې او ترسره شويو څېړنو پروژو په اړه یې هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.

د ياد سفر په ترڅ کې راغلو محصلینو او استادانو د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار او د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمد حسن محمدي سره ولیدل.

پوهنمل علي احمد بهار راغلو محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ د علمي سفرونو پر اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او په عملي زده‌کړه کې يې یاده چاره مؤثره وبلله او هغوی ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

ننگرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور گلبدین گلاب په خپلو خبرو کې د سید جمال الدین افغانی پوهنتون له مشرتابه څخه د امکاناتو د چمتو کولو له امله مننه وکړه.

د يادونې ده چې راغلو محصلينو ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د دې سفر په ترڅ کې لازمې اسانتاوې هم برابرې شوې وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۷:۳۷
Background image

پوهنتون رييس د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د يادې څارنې په ترڅ کې پوهنتون د غونډو تالار د بيارغونې چارې له نږدې وليدې او د قراردادي شرکت مسؤلينو ته يې د باکيفيته موادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۶:۳۹
Background image

پوهنتون کې د څېړنې په تړاو دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو

دغه روزنيز ورکشاپ چې د څېړنې په برخه کې پر دوه بېلابېلو موضوعاتو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت او د مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز په همغږۍ د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۳۴
Background image

د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د حسنة او سيئة اخلاقو په اړه اصلاحي سېمینار وړاندې شو

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د ديني او اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د دې پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د کونړ ولايت د جهادي مدرسې مدرس مفتي. . .

BACK TO NEWS