پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۱:۱۱
SJAU

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه، په کې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد، د پوهنځيو ريیسانو او استادانو برخه لرله.

پوهنتون رييس د پرانیستې وینا پر مهال د شورا پر ارزښت او اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او اړوند مسؤلين يې خپلو دندو ته ځیر کړل. ورپسې د پوهنتون مرستيالانو د تېرې مياشتې کاري راپورونه له شورا سره شريک کړل او همداراز د تېرې علمي شورا د پرېکړو گزارش وړاندې شو.

په دغه کاري ناسته کې د نړۍوال علمي ژورنال پر جوړولو، کرنې پوهنځي د اگرانومي او ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ادب په ديپارتمنتونو کې د ماسټرۍ برنامو پر ايجاد، پوسټر پرېزنټېشن ته په چمتووالي، مسلکي پرمختيايي مرکز د مشورتي بورد په ټاکلو، بېلابېلو کمېټو پر تعين او د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يې بحث او پرېکړې وکړې. ياده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

BACK TO NEWS