پوهنتون د زراعت پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۴۰
SJAU

دغه ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د زراعت پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو برخه لرله. غونډې ته د ياد پوهنځي رييس پوهندوی محمدحسن محمدي په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی هڅې او لاسته راوړنې يې وستایلې. ياده غونډه ممتازو محصلينو ته د ستاينليکونو له ورکولو وروسته، د پوهنتون رياست مقام د دفتر آمر مولوي بشير احمد بشير پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

ډېر زيات خواشيني يو چې د تېرې شپې په زلزله کې په کونړ او ننگرهار ولايتونو کې گڼ شمېر هېوادوال شهيدان او ټپيان شوي دي

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري او ټول منصوبين د شهيدانو او ټپيانو کورنيو او خپلوانو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي؛ الله ﷻ دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د اقتصاد پوهنځي له لوري د ممتازو محصلینو د ستاينې ترڅنگ؛ جديدالشمول محصلانو ته ښه راغلاست وويل شو

پیل کې د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي له استادانو او اداري کارکوونکو مننه وکړه چې د محصلينو په روزنه او د پوهنځي په پرمختگ کې يې نه ستړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۵۴
Background image

پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ ناسته وکړه، چې د علمي څېړنو آمر پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي او د. . .

BACK TO NEWS