پوهنتون د رواني مشاورې کمېټې ناسته وشوه

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۱
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رواني مشاورې کمېټې ناسته چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار په مشرۍ وشوه؛ د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم او د يادې کمېټې غړو په کې برخه لرله.

په ياده کاري ناسته کې د نورو موضوعاتو سربېره له ازموينې څخه د محصلینو د اضطراب په هکله د عامه پوهاوی پروگرام دايرېدو د مهالوېش په تړاو لازمې پرېکړې وشوې. د محصلانو چارو مرستیال اړوندو مسؤلينو ته لارښوونه کړه، چې د عامه پوهاوي ياد پروگرام له مهالوېش سره سم پر ټاکلي وخت بشپړ کړي، چې ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS