درې تنو استادانو پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفراسونه وړاندې کړل

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب دپيارتمنت استاد پوهنمل دوکتور محمد رحمان رحماني او د انگليسي ژبې او ادب دپيارتمنت استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور حضرت عثمان مشواڼي او پوهنمل اسماعیل شینواري پر بېلابېلو څېړنيزو موضوعاتو د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.
ياد کنفرانسونه چې د ښوونې او روزنې پوهنځي کې وړاندې شول په کې د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي، د ژوري هيئت غړو او د پوهنتون استادانو گډون کړی وو چې له ازاد بحث او د ژوري هيئت له مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.