پوهنتون د نصاب او کريکولم عمومي کمېټې ناسته وشوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۲:۵۹
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نصاب او کريکولم عمومي کمېټې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. ياده ناسته چې د قرآن‌کریم د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پیل شوه، ترې وروسته د پوهنتون علمي چارو مرستيال گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ تحصيلي نصاب د زده‌کړې اساسي موخو ته د رسېدو لپاره يو مهم اصل وباله او همداراز يې د کمېټې غړو ته د اړوند پوهنځيو په کچه د ټاکل شويو مفرداتو د بشپړ پلي کېدو سپارښتنه وکړه. په دغې کاري ناسته کې يادې کمېټې د تېر سمستر راپور وړاندې کړ او د درسي مفرداتو مطابق د کورس پاليسيو د بشپړ تطبيق او د روان سمستر د درسي بهير د دقيقې څارنې ډاډ ېې څرگند کړ. ياد مجلس د خیر په دُعا پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS