د شرعياتو پوهنځي محصلينو ته د عملي زده کړو په موخه تمثيلي محکمه جوړه شوه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي حقوقي کلنیک په اډانه کې د استاد پوهنمل عبدالرحمن عابد تر لارښوونې لاندې د محصلينو له لوري د قصدي جرحې او زخمي کولو دعوی اړوند د قضيې بهير په تمثيلي بڼه وښودل شو چې په مراسمو کې يې د پوهنتون مشرتابه، کونړ ولايت د محاکمو رياست استازو، د پوهنتون استادانو او محصلينو برخه لرله.
د پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د محصلينو د عملي زده کړو په برخه کې دا يو گټور گام وباله او له تنظيموونکو يې مننه وکړه. نوموړي وويل دا چې په محاکمو کې کار کول د علم تر څنگ تجربې ته هم پوره اړتيا لري نو محصلينو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د داسې تمثیلي برنامو دايرول ډېر مهم دي.
ورپسې د شرعياتو پوهنځي محصلينو له لوري تمثيلي محاکمه په ښه شان سره وړاندې شوه، چې د گډونوالو له لوري د ځانگړې پاملرنې وړ وگرځېده. تر دې وروسته د کونړ ولايت محاکمو رياست د مرافعه محکمې اړوند د جزاء دېوان مفتي مولوي حضرت علي حقاني په خپله ارزوونکې وينا کې د استادانو او محصلينو هڅې وستايلې او ياده تمثيلي محکمه يې مثبته وارزوله. په پای کې ياد مراسم د مرافعه محکمې اړوند د مدني دېوان مفتي محمد شعيب له لوري پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.
