د پوهنتون مشرتابه پلاوي د ښوونې او روزنې پوهنځي له استادانو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د ښوونې او روزنې پوهنځي له استادانو سره اصلاحي او مشورتي ناسته وکړه.

د پوهنتون علمي چارو مرستيال يادو استادانو ته د حسنه اخلاقو پر مقام او منزلت او په مسؤليت او اړوند چارو کې د صحيح نيت او اخلاص په تړاو اصلاحي بيان وکړ او استادان يې مخاطب کړل؛ دا چې په هره چاره کې مشورې ته اړتيا شته نو خپلې سالمې مشورې دې له مسؤلينو سره د نظام د استحکام او لا پياوړتيا په موخه شريکې کړي.

د مجلس په ترڅ کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او په اړونده برخه کې يې د پوره پاملرنې ډاډ ورکړ. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوې وه، پر دُعايه کلماتو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنتون مشرتابه پلاوي د ښوونې او روزنې پوهنځي له استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د ښوونې او روزنې پوهنځي له استادانو سره اصلاحي او مشورتي ناسته وکړه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۴۲
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځیو محصلینو ته د ازموینې اضطراب پېژندنې په تړاو د پوهاوي سېمينار داير شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت په چوکاټ کې د رواني مشاورې کمېټې له لوري د بېلابیلو پوهنځيو محصلینو ته د ازموینې اضطراب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د شرعياتو پوهنځي محصلينو ته د عملي زده کړو په موخه تمثيلي محکمه جوړه شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي حقوقي کلنیک په اډانه کې د استاد پوهنمل عبدالرحمن عابد تر لارښوونې لاندې د محصلينو له لوري د قصدي جرحې او زخمي کولو دعوی اړوند د قضيې بهير. . .

BACK TO NEWS