پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو مرستیال له عمومي کتابتون څخه ليدنه او څارنه وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي؛ د علمي څېړنو آمر پوهنمل دوکتور محمد سليم کريمزي په ملتيا د ياد پوهنتون له عمومي کتابتون څخه ليدنه او څارنه وکړه. د يادې ليدنې په ترڅ کې د علمي څېړنو او مجلو مرستیال د کتابتون چارې له نږدې وليدې او کتابتون د مسؤل ستونزې او وړاندیزونه يې واورېدل. نوموړي د چارو د لا ښه تنظيم او پرمختگ په پار د کتابتون عمومي مدير ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
