پوهنتون رئيس د روان خزاني سمستر د پیل شويو نهايي ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه
د پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د روان خزاني سمستر وروستيو ازموینو له صحنو څخه د لیدنې پر مهال د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموینې دې د لوړو زدهکړو وزارت له اصولو او مقرراتو سره سمې په پوره شفافیت سره واخلي او پایلې دې پر خپل وخت له محصلینو سره شریکې کړي.
د يادونې وړ ده چې د خزاني سمستر روانې ازموينې د لوړو زدهکړو محترم وزارت له لارښوونې سره سم، تېره ورځ د تلې مياشتې پر لومړۍ نېټه پيل شوې چې د ټاکل شوي مهالوېش مطابق به شاوخوا درې اونۍ دوام وکړي.
