پوهنتون رئيس له مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۷
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له مرستيالانو او د پنځه‌گونو پوهنځيو رئيسانو سره مقدماتي او مشورتي ناسته وکړه. پيل کې د پوهنتون رئيس وويل: خوشحاله يم چې له تاسو په شريکه د پوهنتون ارتقاء او بهبود لپاره کار کوم، نو بايد هر مسؤل خپلو کارونو ته پوره پاملرنه وکړي، په اخلاص او صداقت سره يې مخکې يوسي او يو له بل سره پوره همکاري او ښه همغږي ولري. د پوهنتون مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو په خپلو خبرو کې د پوهنتون رئيس ته ډاډ ورکړ چې د مشرتابه په مشوره او لارښوونه به خپلې چارې مخکې وړي او په امورو کې به يې پوره اطاعت کوي.

ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۷
Background image

پوهنتون رئيس له مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له مرستيالانو او د پنځه‌گونو پوهنځيو رئيسانو سره مقدماتي او مشورتي ناسته وکړه. پيل کې د پوهنتون رئيس وويل: خوشحاله يم چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۳:۴۶
Background image

پوهنتون رئيس د روان خزاني سمستر د پیل شويو نهايي ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه

د پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د روان خزاني سمستر وروستيو ازموینو له صحنو څخه د لیدنې پر مهال د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموینې دې د لوړو زده‌کړو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۱۲
Background image

سید جمال الدین افغاني پوهنتون ته نوی رئيس معرفي شو

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه د ځانگړي حکم پر اساس الحاج مولوي عبدالواسع منصور چې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د نوي رئیس په توگه ټاکل شوی ؤ چې نن ورځ د يوې پرتمنې. . .

BACK TO NEWS