د پوهنتون رئيس محصلينو د دعوت او ارشاد مرکزي کمېټې له مسؤلينو سره ناسته وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپلو خبرو کې د يادې کمېټې خدمتونه او هڅې وستايلې او هغوی ته يې د دعوت اهميت او فضايل بيان کړل. نوموړي د دعوت په لاره کې حکمت او حسنه اخلاق مهم ياد کړل او هغوی يې د الله ﷻ په نزد ډېر غوره وبلل چې د معروفاتو اقامې او منکراتو د ازالې په برخه کې خدمت کوي. الحاج مولوي عبدالواسع منصور په اړونده برخه کې د محصلينو ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه واورېدل او هغوی ته يې د ستونزو د حل او غوښتنو او وړانديزونو د پوره کېدو ډاډ ورکړ. ياده ناسته د خیر په دُعا سره پای ته ورسېده.
