د زراعت پوهنځي محصلينو ته د ډينگي تبې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۱۴
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي محصلينو ته د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکاټ کې، د روغتيا او خونديتوب عمومي کمېټې په نوښت د ډينگي تبې ناروغۍ په تړاو معلوماتي سېمينار وړاندې شو.

دغه سېمينار چې د زراعت پوهنځي د حيواني علومو څانگې استاد پوهنمل ضیاءالدین ضیاء له لوري ارايه شو، محصلينو ته يې د ډينگي تبې ناروغۍ عمومي پېژندنې، د انتقال لارې او صحي تدابير، نښې او نښانې او همداراز د تشخيص او درملنې په تړاو تفصيلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي د چاپېريال پر پاکوالي ټينگار وکړ او د غوماشو ځالې ختمول يې د يادې ناروغۍ په مخنيوي کې مهم وبلل او همداراز يې د محصلينو پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې وړ ده چې گډونوالو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه. هېره دې نه وي چې په ياد پوهنتون کې تر دې وړاندې هم دې ته ورته علمي او معلوماتي سېمينارونه او کنفرانسونه داير شوي او په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS