جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون جديدالشمول محصلينو ته د محصلانو معاونیت له لوري د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافصل منصور، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلانو برخه اخيستې وه.
پیل کې د پوهنتون عمومي رئيس د يادې غونډې د اهمیت او موخې بیانولو ترڅنگ، جدید الشمول محصلانو ته مفصله وینا وکړه او هغوی ته يې هر اړخیزې لارښوونې او توصیې وکړې او مخاطب يې کړل، چې په درسونو کې په پوره اخلاص سره کوښښ وکړي او ځانونه په خپل مسلک کې د کمال درجې ته ورسوي. نوموړي وويل داچې ستاسو په روزنه د بيت المال لوړ لګښتونه کېږي نو د اُمت لپاره خيرخواهان او د خپل نظام لپاره مدافعين جوړ شئ او خپل صورت او سيرت له شريعت سره سم برابر کړئ.
غونډې ته د محصلانو مرستيال په خپلو خبرو کې وويل: دا چې پوهنتون د فکري پراختيا مرکز دی نو داسې مهارتونه زدهکړئ چې خپل ولس ته په ښه ډول خدمت وکړئ. نوموړي زياته کړه چې د محصلانو معاونیت هر وخت ستاسو په خدمت کې دی نو خپلې اړوند ستونزې په ازادانه ډول ورسره شريکولی شئ.
د غونډې په ترڅ کې د ياد پوهنتون استادانو هر يو: پوهنمل شاهدالله امن(د پوهنتون پېژندنې) او پوهينار عبدالرحمن عابد(د ژوند له ستونزو او فشارونو سره مبارزې) تر سرليکونو لاندې خپل چمتو کړي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل. ياده غونډه د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئيس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې په سږ کال کانکور ازموینه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پنځهگونو پوهنځیو ته شاوخوا ۱۲۰۰ تنو محصلینو لار موندلې ده.
