جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه جوړه شوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۳۹
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون جديدالشمول محصلينو ته د محصلانو معاونیت له لوري د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلانو برخه اخيستې وه.

پیل کې د پوهنتون عمومي رئيس د يادې غونډې د اهمیت او موخې بیانولو ترڅنگ، جدید الشمول محصلانو ته مفصله وینا وکړه او هغوی ته يې هر اړخیزې لارښوونې او توصیې وکړې او مخاطب يې کړل، چې په درسونو کې په پوره اخلاص سره کوښښ وکړي او ځانونه په خپل مسلک کې د کمال درجې ته ورسوي. نوموړي وويل داچې ستاسو په روزنه د بيت المال لوړ لګښتونه کېږي نو د اُمت لپاره خيرخواهان او د خپل نظام لپاره مدافعين جوړ شئ او خپل صورت او سيرت له شريعت سره سم برابر کړئ.

غونډې ته د محصلانو مرستيال په خپلو خبرو کې وويل: دا چې پوهنتون د فکري پراختيا مرکز دی نو داسې مهارتونه زده‌کړئ چې خپل ولس ته په ښه ډول خدمت وکړئ. نوموړي زياته کړه چې د محصلانو معاونیت هر وخت ستاسو په خدمت کې دی نو خپلې اړوند ستونزې په ازادانه ډول ورسره شريکولی شئ.

د غونډې په ترڅ کې د ياد پوهنتون استادانو هر يو: پوهنمل شاهدالله امن(د پوهنتون پېژندنې) او پوهنيار عبدالرحمن عابد(د ژوند له ستونزو او فشارونو سره مبارزې) تر سرليکونو لاندې خپل چمتو کړي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل. ياده غونډه د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئيس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې په سږ کال کانکور ازموینه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پنځه‌گونو پوهنځیو ته شاوخوا ۱۲۰۰ تنو محصلینو لار موندلې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۵۲
Background image

له محصلانو څخه د پنځه فرمانونو په کتاب کې رقابتي ازموينه واخيستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له محصلانو څخه د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الاسلام حفظه الله تعالی ورعاه د پنځه فرمانونو په کتاب کې رقابتي ازموينه واخيستل شوه.

دغه رقابتي ازموینه چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۳:۴۷
Background image

پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته علمي سيمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د اسلامي نظام تعريف، ارزښت او له نورو نظامونو سره يې توپير تر سرليک لاندې علمي سيمينار داير شو. د پوهنتون د دعوت او ارشاد او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د فرمانونو د اغېزو په علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې پراخ حضور درلود

د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون رهبرۍ او استادانو د شیخ الاسلام علامه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د پام وړ. . .

BACK TO NEWS