ختيځ زون د پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ځانگړي استازي د يوه پلاوي په مشرۍ له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۶:۳۴
SJAU

ياد پلاوي ته د ښه راغلاست په موخه جوړه شوې غونډه چې د ياد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف له لوري د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه، په سر کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دعوت او ارشاد په برخه کې يې د پوره پاملرنې ډاډ ورکړ. ورپسې د ختيځ زون پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد په برخه کې ځانگړي استازي او د ننگرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال شيخ شاکرالله وحدت په خپلو خبرو کې د محصل پر وړاندې د پوهنتون مسؤلينو او استادانو له مسؤليتونو يادونه وکړه او محصل ته د تخصص انتقال او د هغه ديني، فکري او مذهبي مصؤنيت يې د هغوی مهم مسؤليتونه ياد کړل. په پای کې ياده ناسته د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

ياده دې وي چې د راغلي پلاوي مشر شيخ شاکرالله وحدت د ليليې په مسجد کې هم محصلينو ته اصلاحي بيان وکړ او هغوی يې خپلو اينده مسؤليتونو ته متوجه کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

BACK TO NEWS