د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، علمي مرستيال استاد صلاح الدين ايوبي، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافصل منصور، د ياد پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلانو برخه اخيستې وه.
پیل کې د پوهنتون عمومي رئيس د يادې غونډې د اهمیت او موخې بیانولو ترڅنگ، نویو محصلانو ته هر اړخیزې لارښوونې او توصیې وکړې او زیاته یې کړه چې محصلین باید د لوړو زدهکړو وزارت او په ټوله کې د نظام اصول په ځان تطبیق کړي. ورپسې د محصلانو مرستيال محصلينو ته په خطاب کې وویل، چې په درسونو کې پوره کوښښ وکړي او ځانونه په خپل مسلک کې د کمال درجې ته ورسوي.
د غونډې په ترڅ کې د زراعت پوهنځي رئيس پوهندوی محمدحسن محمدي د پوهنتون او پوهنځي تشکیلاتي جوړښت، پوهنتوني چاپېریال، د محصل مسؤلیتونو، نصاب، کرېديت لايحې، د ليليې لارښود، تاجیل، منفکۍ، نظم او دسپلين، ازموینو د ډولونو، کتابتون او نورو اړونډو موضوعاتو په اړه چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.
د یادونې وړ ده چې په سږ کال کانکور ازموینه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پنځهگونو پوهنځیو ته شاوخوا ۱۲۰۰ تنو محصلینو لار موندلې ده.
