د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، علمي مرستيال استاد صلاح الدين ايوبي، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافصل منصور، د ياد پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلانو برخه اخيستې وه.

پیل کې د پوهنتون عمومي رئيس د يادې غونډې د اهمیت او موخې بیانولو ترڅنگ، نویو محصلانو ته هر اړخیزې لارښوونې او توصیې وکړې او زیاته یې کړه چې محصلین باید د لوړو زده‌کړو وزارت او په ټوله کې د نظام اصول په ځان تطبیق کړي. ورپسې د محصلانو مرستيال محصلينو ته په خطاب کې وویل، چې په درسونو کې پوره کوښښ وکړي او ځانونه په خپل مسلک کې د کمال درجې ته ورسوي.

د غونډې په ترڅ کې د زراعت پوهنځي رئيس پوهندوی محمدحسن محمدي د پوهنتون او پوهنځي تشکیلاتي جوړښت، پوهنتوني چاپېریال، د محصل مسؤلیتونو، نصاب، کرېديت لايحې، د ليليې لارښود، تاجیل، منفکۍ، نظم او دسپلين، ازموینو د ډولونو، کتابتون او نورو اړونډو موضوعاتو په اړه چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د یادونې وړ ده چې په سږ کال کانکور ازموینه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون پنځه‌گونو پوهنځیو ته شاوخوا ۱۲۰۰ تنو محصلینو لار موندلې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS