د مننې او مبارکۍ پیغام!

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رهبري، د جهادي مدرسې مشرتابه په گډو هڅو او د کونړ ولایت قدرمن والي صاحب د وړانديز په اساس د کونړ او نورستان د متدينو او مجاهدو ولسونو د علمي قشر لهپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالیٰ ورعاه د خاص شفقت او د لوړو زدهکړو محترم وزیر شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د هڅو او کوښښونو په اساس د افتاء او قضاء د تخصص جامعه منظوره شوه.
د کونړ ولس، علماء کرام، طالب العلمان او مجاهدین دا ستره لاسته راوړنه د علم پرمختگ او تخصص پر لور یو مهم گام بولي او د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالیٰ ورعاه او د لوړو زدهکړو وزارت محترم وزیر شیخ صاحب حفظه الله له پېرزوينې او شقفت څخه مننه کوي او د الله تعالیٰ په ستر دربار کې ورته د نعمالبدل غوښتونکي دي.
په پای کې د دې غوره اقدام مبارکې د کونړ او نورستان ټولو معززو علماءکرامو او شریفو ولسونو ته د زړه له تله مبارکي وایو، الله تعالیٰ دې دا علمي دروازه د نسلونو لپاره د ښې استفادې لامل وگرځوي.
والسلام
د کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون