د پوهنتون اداري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۱۵
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ تر سره شوې يادې ناسته کې چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو او آمرينو په کې برخه لرله، د ۱۴۰۵ مالي کال بودجوي پلان، د لوړو زده‌کړو وزارت څخه د راغلي هيئت گزارش، له بیت المال څخه سالمه او اصولي استفاده او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث شول او په تړاو يې لازمې پرېکړې وشوې او همداراز د اړوندو چارو د لا ښه ترسراوي او چټکتيا په موخه ځانگړې کاري کمېټې هم وټاکل شوې.

د پوهنتون عمومي رئيس د خپلې وینا پر مهال د ښه راغلاست ترڅنگ، د يادو موضوعاتو په هکله مسؤلینو ته دندې وسپارلې او هغوی ته يې په اړوندو چارو کې د ښې همغږۍ او پوره همکارۍ لارښوونه وکړه. ياده دې وي چې په دغه کاري ناسته کې د تېرې شورا د پرېکړو راپور هم وړاندې شو او په اخر کې ناسته د خیر په دُعاء سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS