د پوهنتون اداري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۱۵
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ تر سره شوې يادې ناسته کې چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو او آمرينو په کې برخه لرله، د ۱۴۰۵ مالي کال بودجوي پلان، د لوړو زدهکړو وزارت څخه د راغلي هيئت گزارش، له بیت المال څخه سالمه او اصولي استفاده او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث شول او په تړاو يې لازمې پرېکړې وشوې او همداراز د اړوندو چارو د لا ښه ترسراوي او چټکتيا په موخه ځانگړې کاري کمېټې هم وټاکل شوې.

د پوهنتون عمومي رئيس د خپلې وینا پر مهال د ښه راغلاست ترڅنگ، د يادو موضوعاتو په هکله مسؤلینو ته دندې وسپارلې او هغوی ته يې په اړوندو چارو کې د ښې همغږۍ او پوره همکارۍ لارښوونه وکړه. ياده دې وي چې په دغه کاري ناسته کې د تېرې شورا د پرېکړو راپور هم وړاندې شو او په اخر کې ناسته د خیر په دُعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۲:۴۰
Background image

پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د شعبان المعظم مياشتې د ۱۵مې شپې فضیلت په هکله سېمينار وړاندې شو

دغه سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي خليل الله معصوم له لوري وړاندې شو، د سېمينار برخه‌والو ته يې د اسلامي تاریخ په رڼا کې د شعبان المعظم مياشتې د ۱۵. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۲۵
Background image

د شرعياتو پوهنځي پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تشرېح په موخه د پوهاوي يو ورځنی سېمينار داير شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي اړوند پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تشرېح په موخه د پوهاوي یو ورځنی سېمينار داير شو، چې د ياد پوهنځي رئيس مولوي سراج الدين عمر منصور، د څانگ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۲
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

BACK TO NEWS