د پوهنتون رييس له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې محصلينو ته د محاکمو اصول او پروسيجر تر سرليک لاندې سېمينار داير شو.
د شرعياتو پوهنځي محصلينو ته د عملي زدهکړو په موخه د حقوقي کليک په چوکاټ کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د محاکمو اصول او پروسيجر تر سرليک لاندې علمي سېمينار وړاندې شو.
د يادونې ده چې محصلينو ته د عملي زدهکړو په برخه کې تر دې وړاندې هم دې ورته نور پروگرامونه برابر شوي دي.