د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ د رهبري شورا ناسته وشوه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د محصلينو د ليليې خوړنځي اړوند ستونزو حل، د محصل ژمنليک بشپړ پلي کېدل او په دې هکله د پوهاي سېمينار دايرول، محصلينو د سيرت او صورت اصلاح په خاطر د اسلامي ثقافت له استادانو سره د ځانگړې ناستې رابلل، د روان پسرلني سمستر د شل سلنه ازموينو پيل او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث شول. د پوهنتون عمومي رئيس د يادو موضوعاتو په هکله مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او د چارو د لا ښه ترسراوي په موخه اړوندو مسؤلينو ته مشخصې دندې وسپارل شوې. دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.
