د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ د رهبري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۴۹
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د محصلينو د ليليې خوړنځي اړوند ستونزو حل، د محصل ژمن‌ليک بشپړ پلي کېدل او په دې هکله د پوهاي سېمينار دايرول، محصلينو د سيرت او صورت اصلاح په خاطر د اسلامي ثقافت له استادانو سره د ځانگړې ناستې رابلل، د روان پسرلني سمستر د شل سلنه ازموينو پيل او نور بېلابېل موضوعات په کې بحث شول. د پوهنتون عمومي رئيس د يادو موضوعاتو په هکله مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او د چارو د لا ښه ترسراوي په موخه اړوندو مسؤلينو ته مشخصې دندې وسپارل شوې. دغه ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۲
Background image

د عبدالله بن عباس ؓ دیني جامعې رئیس د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له رهبرۍ سره وليدل

په یاده ليدنه کې، چې د پوهنتون  په رياست مقام کې ترسره شوه، د عبدالله بن عباس ؓ  ديني جامعې د تدريسي او اداري چارو لپاره د زېربنا اړوند ستونزو د حل په موخه مشورې او نظريات شريک شول.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ د رهبري شورا ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د محصلينو د ليليې خوړنځي اړوند ستونزو حل، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د ټولنيزو علومو نړیوال ژورنال د چاپ په تړاو مشورتي ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ ياده ناسته کې د نړيوال ژورنال لپاره د ټاکل کېدونکو مقالو پر محتوا بحث او خبرې وشوې او. . .

BACK TO NEWS