د پوهنتون مشرتابه، استادانو او محصلينو د کونړ ولايت د کورنيو توليداتو او محصولاتو په ملي نندارتون کې گډون وکړ

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۲:۳۴
SJAU

ياد نندارتون چې(د هېواد توليد- د هېواد وياړ) تر عنوان لاندې د صنعت او تجارت وزارت په همکارۍ د تسل ملي او نړيوالې نندارتوني کمپنۍ له لوري په کونړ ولايت کې پرانيستل شوی، د صنعت کارانو سربېره په کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلينو څېړنيزې پروژې، نوښتونه او د استادانو تأليفات نندارې ته کېښودل شوي دي.

د ياد نندارتون د پيل په مراسمو کې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د علماوو شورا رييس شیخ عبدالقهار صديقي او د ولايتي ادارې ځينو مسؤلينو په خپلو ويناوو وويل: دا چې هېواد مو له بشپړ امنيت څخه برخمن دی نو سوداگر دې د هېواد په داخل کې پانگه اچونه وکړي او همداراز دې په خپلو توليداتو کې کيفيت ته پوره پاملرنه وکړي.

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې د نوښتگرو محصلينو او ځوانانو له هڅو او لاسته راوړنو مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې نظام يې ابتکاراتو ته ارزښت او قدر ورکوي او د مستعدو ځوانانو له هڅو او لاسته‌راوړنو پوره ملاتړ کوي.

د يادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې د محصلينو او زده‌کوونکو نوښتونه، داخلي توليدات، لاسي صنايع، حيواني او کرنيز محصولات نندارې ته وړاندې شوي، چې تر پنج‌شنبې ورځې به دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۹
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

BACK TO NEWS