د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۲۷
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې استاد پوهنيار خليل الله حنيف د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د(مرکبې قافيې د ډولونو څېړنه) تر سرليک لاندې علمي کنفرانس وړاندې کړ.

دغه کنفرانس چې د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمريت په تالار کې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي، د ژوري هيئت غړو او استادانو پر وړاندې ارایه شو، له ازاد بحث او د ژوري هيئت تر مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۳:۵۹
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس له مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له مرستيالانو او د پنځه‌گونو پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه. په پيل کې د پوهنتون عمومي رئيس اړوندو مسؤلينو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۹
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې د کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج عبدالواسع منصور، د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د علومو اکاډمۍ غړی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د پوهنتون د علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې«اند» د کتنپلاوي ناسته وشوه

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه، د اند علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې د کتنپلاوي غړو په کې برخه لرله. ناستې. . .

BACK TO NEWS