پوهنتون اداري کارکوونکو ته د انگليسي ژبې د زده‌کړې ښوونیز پروگرام پيل شو

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۴:۴۳
SJAU

دغه ښوونیز پروگرام د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز په نوښت د ښوونې او روزنې پوهنځي د انگليسي ژبې ديپارتمنت په همکارۍ د اتو مياشتو پر دوام نږدې(۳۰) تنو اداري کارمندانو ته له نړۍوالو ژبو سره د بلدتيا په موخه پیل شو.

د دغه پروگرام په پرانيسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د نوموړي آمريت او د انگليسي ژبې ديپارتمنت له مسؤلينو مننه وکړه او یاده برنامه يې د اداري کارکوونکو لپاره ډېره مهمه وبلله، نوموړي همداراز له ټولو گډونوالو وغوښتل چې له دې فرصت څخه د خپلې پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي گټه واخلي.

د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په خپلو خبرو کې د ياد ښوونیز پروگرام په اړه معلومات ورکړل او د نوموړي مرکز له لاسته راوړنو يې يادونه وکړه.

انگليسي ژبې د ديپارتمنت آمر پوهنيار فهيم فواد د يادې برنامې د مفرداتو په تړاو خبرې وکړې او له گډونوالو يې د دوامدار او پر وخت راتگ غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

سید جمال الدین افغاني پوهنتون د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په ملي کنفرانس کې لومړی مقام خپل کړ

په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا تر سرليک لاندې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په ملي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د ۱۲ مقالو په لیکلو سره وکړای شول چې لومړی مقام خپ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۲۵
Background image

د کرنې پوهنځي محصلينو علمي سفر پای ته ورسېد

داچې علمي سفرونه د بېلابېلو سيمو د خلکو د کلتورونو او افکارو تبادلې او مسلکي پوهې زیاتوالي په برخه کې ډېر مهم دي نو د ياد پوهنتون کرنې پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو ديپارتمنت ۲۶ تن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۳
Background image

د پوهنتون علمي شورا خپله نوبتي ناسته وکړه

ياده کاري ناسته، چې پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ وشوه؛ د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د. . .

BACK TO NEWS