پوهنتون اداري کارکوونکو ته د انگليسي ژبې د زده‌کړې ښوونیز پروگرام پيل شو

Abdullah Saeed
Sun, Sep 15 2024 2:43 PM
SJAU

دغه ښوونیز پروگرام د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز په نوښت د ښوونې او روزنې پوهنځي د انگليسي ژبې ديپارتمنت په همکارۍ د اتو مياشتو پر دوام نږدې(۳۰) تنو اداري کارمندانو ته له نړۍوالو ژبو سره د بلدتيا په موخه پیل شو.

د دغه پروگرام په پرانيسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د نوموړي آمريت او د انگليسي ژبې ديپارتمنت له مسؤلينو مننه وکړه او یاده برنامه يې د اداري کارکوونکو لپاره ډېره مهمه وبلله، نوموړي همداراز له ټولو گډونوالو وغوښتل چې له دې فرصت څخه د خپلې پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي گټه واخلي.

د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په خپلو خبرو کې د ياد ښوونیز پروگرام په اړه معلومات ورکړل او د نوموړي مرکز له لاسته راوړنو يې يادونه وکړه.

انگليسي ژبې د ديپارتمنت آمر پوهنيار فهيم فواد د يادې برنامې د مفرداتو په تړاو خبرې وکړې او له گډونوالو يې د دوامدار او پر وخت راتگ غوښتنه وکړه.

Latest news

Sun, Sep 06 2026 3:20 PM
Background image

پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول

نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته. . .

Tue, Sep 01 2026 3:13 PM
Background image

د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل. . .

Sun, Aug 30 2026 1:36 PM
Background image

پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

BACK TO NEWS