پوهنتون د علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې«اند» د کتنپلاوي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۵:۵۲
SJAU

ياده غونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې په معاونيت کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار او د يادې علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې د مديره او کتنپلاوي غړو برخه لرله.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د غونډې برخه‌والو ته د ښه راغلاست تر څنگ، د علمي څېړنو او مجلې معاونيت او د مجلې مديره او کتنپلاوي له غړو مننه وکړه، چې تل يې د پوهنتون په علمي او څېړنيزو برخو کې پوره هلې ځلې کړې دي.

نوموړي د «اند» علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې کتنپلاوي ته سپارښتنه وکړه چې د مقالو په کتنه او غوراوي کې شرعي اصول او علمي معيارونه په بشپړ ډول رعايت کړي.

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په خپلو خبرو کې د راغلو علمي‌ــــ‌څېړنيزو مقالو د شمېر او څرنگوالی په اړه د غونډې گډونوالو ته معلومات ورکړل او له کتنپلاوي يې مننه وکړه چې د دوی د هلو ځلو په پايله کې د مجلې تېرو گڼو  غوره مقام حاصل کړی ؤ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د بېلا بېلو علومو استادانو گډ گروپي کار وکړ، چې د علمي او تخنيکي کار پایلې به د مجلې له مديره پلاوي سره شریکې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۳:۲۸
Background image

پوهنتون مشرتابه پلاوي د ښوونې او روزنې پوهنځي له تدریسي چارو څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن؛ د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار په ملتيا د ښوونې او روزنې پوهنځي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۴:۲۴
Background image

د شرعياتو يوهنځي استاد نجيب الله صميم د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د اسلامي ثقافت دیپارتمنت استاد پوهنيار نجيب الله صميم د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(په شورا کې د مصلحت رعايتول او مثبتې اغېزې) تر. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۳:۹
Background image

د شرعياتو پوهنځي استاد د پوهندوی علمي رتبې لپاره کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد  پوهنمل سيد رضاء الله جلالي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(په ميراث کې د تخارج احکام او ضوابط) تر سرليک لاندې خپل علمي. . .

BACK TO NEWS