پوهنتون د علميــــڅېړنيزې مجلې«اند» د کتنپلاوي ناسته وشوه
ياده غونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې په معاونيت کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار او د يادې علميــــڅېړنيزې مجلې د مديره او کتنپلاوي غړو برخه لرله.
د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د غونډې برخهوالو ته د ښه راغلاست تر څنگ، د علمي څېړنو او مجلې معاونيت او د مجلې مديره او کتنپلاوي له غړو مننه وکړه، چې تل يې د پوهنتون په علمي او څېړنيزو برخو کې پوره هلې ځلې کړې دي.
نوموړي د «اند» علميــــڅېړنيزې مجلې کتنپلاوي ته سپارښتنه وکړه چې د مقالو په کتنه او غوراوي کې شرعي اصول او علمي معيارونه په بشپړ ډول رعايت کړي.
پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په خپلو خبرو کې د راغلو علميــــڅېړنيزو مقالو د شمېر او څرنگوالی په اړه د غونډې گډونوالو ته معلومات ورکړل او له کتنپلاوي يې مننه وکړه چې د دوی د هلو ځلو په پايله کې د مجلې تېرو گڼو غوره مقام حاصل کړی ؤ.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د بېلا بېلو علومو استادانو گډ گروپي کار وکړ، چې د علمي او تخنيکي کار پایلې به د مجلې له مديره پلاوي سره شریکې کړي.