پوهنتون رييس د محصلينو دعوت او ارشاد کمېټې له مسؤلينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۵:۳۳
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د محصلينو دعوت او ارشاد کمېټې له مسؤلينو سره ناسته وکړه.

ياده ناسته کې د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف په گډون د محصلينو دعوت او ارشاد کمېټې مسؤلينو برخه لرله.

د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې د يادې کمېټې خدمتونه او هڅې وستايلې او د معروفاتو اقامې او منکراتو د ازالې او همداراز د اسلام په مبارک دين کې د دعوت او ارشاد پر مقام او تاريخي سلسله تفصيلي خبرې وکړې.

د دعوت او ارشاد آمر د خپلې وينا پر مهال پر نوي طرزالعمل رڼا واچوله او د کېمټې مسؤلين يې خپلو کارونو ته ځير کړل.

يادې کمېټې مسؤلينو د پوهنتون له رييس سره په اړونده برخه کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل، چې د پوهنتون مشرتابه له لوري ورته د ستونزو د حل او غوښتنو او وړانديزونو د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS