پوهنتون کې د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام؛ د پوهنتون رييس استادانو ته سورة فاتحه تدريس کړه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د پلان له مخې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د پوهنتون استادانو ته د"قرانکریم د ترجمې او تفسیر" درسونو په لړ کې د فاتحې سورة تدريس شو.
نوموړي همداراز د درس په بهير کې استادان د محصلينو سالمې فکري او اصلاحي روزنې ته متوجه کړل.