د پوهنتون عمومي رئيس د پوهنځيو د څانگو له آمرينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۳۹
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنځيو د څانگو له آمرينو سره ناسته وکړه. په پيل کې د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د پوهنځيو د څانگو آمريتونه د تحصيلي بنسټونو لومړۍ خښته وبلله او اړوندو آمرينو ته يې لارښوونه وکړه چې د راتلونکي سمستر لپاره پوره چمتووالی ولري او همداراز د درس کيفيت، د محصلينو مسلکي، فکري او اصلاحي روزنې ته پوره پاملرنه وکړي. نوموړي وويل: دا چې هره اداره په پوره اطاعت کاميابۍ ته رسېږي نو په اخلاص او صداقت سره خپل کارونه مخکې يوسئ او د پوهنځيو له رئيسانو سره په دې برخه کې ښه همغږي او پوره همکاري وکړئ. په ياده ناسته کې د پوهنتون عمومي رئيس ایران هېواد ته د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ صاحب د سفر په هکله معلومات د مجلس له برخه‌والو سره شریک کړل.

د پوهنځيو د څانگو آمرينو په خپلو خبرو کې د پوهنتون عمومي رئيس ته ډاډ ورکړ چې د پوهنتون رهبرۍ د لارښوونو په رڼا کې به خپلې چارې مخکې وړي او په امورو کې به يې پوره اطاعت کوي. دوی همداراز خپلې، ستونزې، غوښتنې، نظرونه او وړانديزونه د پوهنتون له عمومي رئيس سره شريک کړل چې د هغوی له لوري د ستونزو د حل او وړانديزونو د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو او ياده ناسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د روان پسرلني سمستر پيل شوې نهايي ازموينې په عادي ډول روانې دي

يادې ازموينې چې د روانې جوزا مياشتې پر ۱۱مه نېټه پيل شوې، له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سمې په منظم او شفاف ډول روانې دي. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

BACK TO NEWS