د پوهنتون عمومي رئيس د پوهنځيو د څانگو له آمرينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Mon, Dec 15 2025 1:39 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنځيو د څانگو له آمرينو سره ناسته وکړه. په پيل کې د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د پوهنځيو د څانگو آمريتونه د تحصيلي بنسټونو لومړۍ خښته وبلله او اړوندو آمرينو ته يې لارښوونه وکړه چې د راتلونکي سمستر لپاره پوره چمتووالی ولري او همداراز د درس کيفيت، د محصلينو مسلکي، فکري او اصلاحي روزنې ته پوره پاملرنه وکړي. نوموړي وويل: دا چې هره اداره په پوره اطاعت کاميابۍ ته رسېږي نو په اخلاص او صداقت سره خپل کارونه مخکې يوسئ او د پوهنځيو له رئيسانو سره په دې برخه کې ښه همغږي او پوره همکاري وکړئ. په ياده ناسته کې د پوهنتون عمومي رئيس ایران هېواد ته د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ صاحب د سفر په هکله معلومات د مجلس له برخه‌والو سره شریک کړل.

د پوهنځيو د څانگو آمرينو په خپلو خبرو کې د پوهنتون عمومي رئيس ته ډاډ ورکړ چې د پوهنتون رهبرۍ د لارښوونو په رڼا کې به خپلې چارې مخکې وړي او په امورو کې به يې پوره اطاعت کوي. دوی همداراز خپلې، ستونزې، غوښتنې، نظرونه او وړانديزونه د پوهنتون له عمومي رئيس سره شريک کړل چې د هغوی له لوري د ستونزو د حل او وړانديزونو د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو او ياده ناسته په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Mar 07 2026 2:33 PM
Background image

د ليليې په مسجد کې د تراويحو په لمانځه کې د قرآن عظيم الشان ختم وشو

د قرآن عظيم الشان ختم چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په امامت سره وشو، ورپسې د پوهنتون  عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور. . .

Sat, Mar 07 2026 1:30 PM
Background image

د پوهنتون استادانو ته د(اس پي اس اس) سافټوير کارونې په اړه روزنيز ورکشاپ پيل شو

دغه درې ورځنی ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د علمي چارو او د علمي څېړنو او مجلو معاونيتونو په همغږۍ د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري جوړ شوی دی، د پنځه‌گونو پوهنځیو. . .

Sat, Mar 07 2026 9:41 AM
Background image

د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د مرکزي کتابتون برېښنا سېستم او الماريو د ترميم او رغونې چارې له نږدې وليدې او اړوند مسؤلينو ته يې. . .

BACK TO NEWS