پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ پوهې او محصل محوره زده‌کړو د تدریسي تگلارو په اړه پيل شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۶
SJAU

دغه ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د(۱۰) لسو ورځو پر دوام جوړ شوی ؤ، د ياد پوهنتون د پنځه‌گونو پوهنځيو شااوخوا(۳۰) تنه استادانو په کې برخه لرله.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په پوهنتونونو کې د موخو پربنسټ پوهې او محصل محوره زده کړو په اړتيا او ارزښت خبرې وکړې او له ټولو برخه‌والو استادانو يې وغوښتل چې له روزنيز ورکشاپ څخه د تر لاسه شوې پوهې او مطالبو څخه په تدريس کې پوره گټه واخلي.

د پکتيکا پوهنتون استاد او د ياد ورکشاپ متخصص روزونکي پوهنمل حزب الله رحماني په خپلو خبرو کې هيله يې وښوده چې برخه‌وال استادان به په ټولگيو کې د ترلاسه شويو مطالبو د تطبيق هڅه وکړي.

پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمر پوهنيار امان الله توتاخېل د استادانو له فعال گډون څخه مننه وکړه او د ظرفيت لوړونې په برخه کې يې د نورو روزنيزو پروگرامونو د جوړېدو ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده، چې د متخصص روزونکي د هڅو او اخلاص د ستاسنې په موخه د پوهنتون رهبرۍ له لوري نوموړي ته ستاينليک هم ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS