د پوهنتون درې تنو استادانو له لوري لوړو علمي رتبو ته د ترفېع په موخه علمي کنفراسونه وړاندې شول
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي د اگرانومي څانگې استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور امين الله نورزي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفېع په موخه(د جوارو پر حاصل د ابيارۍ د مختلفو سېستمونو، د ابيارۍ د اوبو او نايتروجن د بېلابېلو اندازو د اغېزو مطالعه) او پوهنيار حميدالله حميد د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په پار(مېوې مچ د مخنيوي د بېلابېلو لارو چارو پرتليزه مطالعه) تر سرليکونو لاندې او د ښوونې او روزنې پوهنځي د بيولوژي څانگې استاد پوهنمل اختيار محمد صافي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفېع په موخه(د اندوپلازميک ریتیکولم جوړښت او د عصبي تخريبي ناروغيو په کنټرول کې يې د ونډې څېړنه) تر سرليک لاندې خپل علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.
ياد کنفرانسونه چې د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمريت په تالار کې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ژوري هيئت غړو او استادانو پر وړاندې ارایه شول، له ازاد بحث او د ژوري هيئتونو تر مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېدل.
