د دقيقې احصايې را ټولولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت هيئت کونړ ولايت ته سفر وکړ

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۳۵
SJAU

ياد پلاوي د راتلونکي ۱۴۰۳ مالي کال د بودجې ترتيب لپاره د استادانو، محصلينو، اداري او خدماتي کارکوونکو او مصارفاتي وسايلو او وسايطو د دقيقې احصايې معلومولو په پار دې ولايت ته سفر وکړ.

له پوهنتونونو د دقيقې احصايې راټولولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري ټاکل شوي پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د يادې احصايې راټولولو په برخه کې يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ، چې د راغلي هيئت مشر او د مالي او حسابي رياست مالي آمر صفي الله اخوندزارده ترې مننه وکړه.

ټاکل شوي پلاوي د دې کاري سفر په ترڅ کې د پوهنتون له مشرتابه سره تر کتنې وروسته د اداري برخې له منسوبينو سره ناسته وکړه او همداراز يې د پوهنتون ځينې برخې له نږدې وليدې.

راغلي پلاوي د مسؤلينو او محصلينو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه يې وکړه چې د حل په موخه به يې د وزارت له محترم مقام سره شریک کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS