د دقيقې احصايې را ټولولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت هيئت کونړ ولايت ته سفر وکړ

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۳۵
SJAU

ياد پلاوي د راتلونکي ۱۴۰۳ مالي کال د بودجې ترتيب لپاره د استادانو، محصلينو، اداري او خدماتي کارکوونکو او مصارفاتي وسايلو او وسايطو د دقيقې احصايې معلومولو په پار دې ولايت ته سفر وکړ.

له پوهنتونونو د دقيقې احصايې راټولولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري ټاکل شوي پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د يادې احصايې راټولولو په برخه کې يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ، چې د راغلي هيئت مشر او د مالي او حسابي رياست مالي آمر صفي الله اخوندزارده ترې مننه وکړه.

ټاکل شوي پلاوي د دې کاري سفر په ترڅ کې د پوهنتون له مشرتابه سره تر کتنې وروسته د اداري برخې له منسوبينو سره ناسته وکړه او همداراز يې د پوهنتون ځينې برخې له نږدې وليدې.

راغلي پلاوي د مسؤلينو او محصلينو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه يې وکړه چې د حل په موخه به يې د وزارت له محترم مقام سره شریک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۵۵
Background image

د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د مشرتابه عالي مقام له لوري د توشېح شويو قوانينو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د شل کلنې جهادي دورې د يادونو شپه تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د ليليې په مسجد کې په همدې اړوند د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې په نوښت، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۴۰
Background image

محصلینو ته د نشه‌يي توکو زيانونو په تړاو د پوهاوي سېمينار دایر شو

د عامه پوهاوي دغه يو ورځنی سېمينار چې د نشه‌يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په. . .

BACK TO NEWS