کونړ ولايت کې د اسد ۲۴ مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۴ - ۱۶:۳۵
SJAU

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې پرتمنې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه، مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د علماوو شورا رييس الشیخ مولوي عبدالقهار صديقي، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د ولايتي ادارې نظامي او ملکي مسؤلينو، قومي مشرانو، د ياد پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو ريیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو، محصلینو او گڼو ولسي وگړو گډون کړی ؤ.

د کونړ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه په خپلو خبرو کې د ا.ا.ا مشرانو او افغان ولس ته د یادې فتحې مبارکي وویله او دا یې د الله تعالی له لوري لويه پېرزوينه ياده کړه.

نوموړي زياته کړه چې دا خپلواکي او ازادي په ډېرو سرښندنو او تکليفونو لاسته راغلې نو د ساتنې لپاره يې بايد ټول خپلو مسؤليتونو ته پوره متوجه شو.

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د خپلې وينا په ترڅ کې ازادي د الله ﷻ د سترو نعمتونو له جملې لوی نعمت وباله او پر ټولو افغانانو يې غږ وکړ چې شکر يې اداء او د ديني مسؤليت له مخې يې د ساتنې لپاره پوره هڅه وکړي.

د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د علماوو شورا رييس الشیخ مولوي عبدالقهار صديقي، د کونړ ولايت امنيه قومندان مولوي ضياءالحق حامد، کونړ کې د عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما لومړۍ سرحدي لېوا قومندان مولوي عمر ياسر، د جـ.ـهـ.ـادي مدرسې مشر شيخ الحديث رحمت دين مدني، د پوهنې رییس مولوي محيب الله حيدري او قومي مشر ظابط حسن غونډې ته په خپلو خبرو کې ټول افغان غيور ملت ته د يادې سترې وياړمنې ورځې مبارکي وويله او د تېر شل کلن جـ.ـهـ.ـاد په قربانيو، برياوو او د اسلامي نظام په ټينگښت او پايښت يې مفصلې خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې په دغو مراسمو کې د تېرې شل کلنې سپېڅلې او برحقې مبارزې اړوند حماسي شعرونه هم وړاندې شول او غونډه د دُعايه کليماتو په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۴۷
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS