د کرنې پوهنځي محصلينو علمي سفر پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۲۵
SJAU

داچې علمي سفرونه د بېلابېلو سيمو د خلکو د کلتورونو او افکارو تبادلې او مسلکي پوهې زیاتوالي په برخه کې ډېر مهم دي نو د ياد پوهنتون کرنې پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي منابعو ديپارتمنت ۲۶ تنو محصلینو چې د ۴ تنو استادانو په لارښوونه يې د کابل او باميان ولايتونو ته علمي سفر پیل کړی ؤ تېره ورځ پای ته ورسېد.

په دې علمي سفر کې محصلينو د کابل پوهنتون له کرنې پوهنځي، د کابل ژوبڼ، بادام باغ، قرغې بند، باميانو ته پر لار د پروان ولايت له گل غونډۍ، شېبر درې له نباتي پوښښ او وحشي ژویو، بند آمير، د باميان پوهنتون له کرنې پوهنځي، کاپيسا ولايت له باغونو او مصنوعي ځنگلونو، نغلو بند او له نورو بېلابېلو ساتل شويو سېمو، څېړنيزو مرکزونو او طبيعي سرچينو څخه لیدنې لرلې او د خپلو کوربنو په مرسته او د ياد پوهنځي د استادانو په لارښوونه يې عملي او چاپېريالي مشاهدې وکړې.

د يادونې وړ ده چې په دې علمي سفر کې د کابل او باميان پوهنتونونو له اړوندو مسؤلينو سره بېلابېلې ناستې هم وشوې چې په گډو همکاریو، ترسره شویو مسلکي فعالیتونو او راتلونکو پروگرامونو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۴۸
Background image

کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د دعوت او ارشاد آمر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له دعوتي چارو څارنه او ارزونه وکړه. د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

پوهنتون د ليليې محصلينو د نظم لا ښه‌والي په پار له ليليې څخه ليدنه او څارنه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او ادري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په لارښوونه د پوهنتون د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په مشرۍ ټا کل شوي پلاوي د نظم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د دعوت او ارشاد آمريت له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي او روزنيزو پروگرامونو په لړ کې د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت ارزښت تر سرليک لاندې اصلاحي او معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS