پوهنتون مشرتابه پلاوي د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۱۵
SJAU

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ريیس شیخ عبدالمالک محسن؛ د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار او محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مطيع الله مسرور په ملتيا د شرعياتو، زراعت او کمپيوټرساينس پوهنځيو د امتحانونو له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه.

د پوهنتون مشرتابه د يادې لیدنې په ترڅ کې د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموینې باید پر ټاکلي وخت او پوره شفافيت سره واخلي او پایلې دې پر خپل وخت محصلينو ته اعلان کړي.

ټاکل شوې چې د پوهنتون ازموينو عمومي کمېټه به د روانو ازموینو له صحنو څخه په ورځني ډول د امتحانونو تر پايه دوامداره څارنه کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۵۵
Background image

د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د مشرتابه عالي مقام له لوري د توشېح شويو قوانينو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د شل کلنې جهادي دورې د يادونو شپه تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د ليليې په مسجد کې په همدې اړوند د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې په نوښت، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۴۰
Background image

محصلینو ته د نشه‌يي توکو زيانونو په تړاو د پوهاوي سېمينار دایر شو

د عامه پوهاوي دغه يو ورځنی سېمينار چې د نشه‌يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په. . .

BACK TO NEWS