پوهنتون کې د ځنگلونو، اوبو او هوا د پېژندنې او ارزښت په تړاو يو ورځنی علمي سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۳:۲۱
SJAU

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري او د کرنې پوهنځي په همکارۍ د ځنگلونو، اوبو او هوا د پېژندنې او ارزښت په تړاو د پوهاوي يو ورځنی علمي سېمينار داير شو  چې د پوهنتون رهبرۍ، د ځېنو ولايتي ادارو استازو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو او سلگونو محصلينو په کې برخه لرله.

پيل کې د قرآن کريم د مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ وویل:”دا چې ځنگلونه، اوبه او هوا د الله ﷻ ستر نعمتونه دي نو بايد په استعمال کې يې له ډېر احتياط څخه کار واخلو او له اسراف څخه ځان وساتو. " نوموړي په خپلو خبرو کې د ياد سېمينار له تنظيموونکو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د داسې علمي سېمينارونو لړۍ به جاري وساتي.

ورپسې د کرنې پوهنځي استادانو هر يو: پوهنيار شاهدالله امن(د ځنگلونو ارزښت، پر وړاندې يې شته ستونزې او حل لارې)، پوهنمل امين الله نورزي(د اوبو سرچينو ساتنه، اهميت، ورپېښ گواښونه او حل لارې) او پوهنيار سيد رحمت الله سادات(د هوا پېژندنه، ککړوونکي عوامل او د ساتنې لارې چارې)؛ تر سرلیکونو لاندې پرېزنټېشنونه وړاندې کړل او د گډونوالو پوښتنې يې ځواب کړې. په اخر کې ياد علمي سېمينار د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر قاري مطيع الله مسرور په لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۰
Background image

پوهنتون کې د خزاني طاق درسي فصل(سمستر) درسونه رسماً پيل شول

نن يکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول مياشتې له ۲۳مې نېټې سره برابره ده، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو د دوبي رخصتيو تر ختمېدو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه په تدريس شوي ديني نصاب کې ازموينه واخېستل شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د ديني معلوماتو د کچې د ارزونې په موخه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د ايمان مجمل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۳:۳۶
Background image

پوهنتون کې د فکري روزنې په تړاو دوه بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

BACK TO NEWS