محصلينو ته له کتابتون څخه د گټې اخېستنې لارې چارې تر سرليک لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

Abdullah Saeed
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۷
SJAU

دغه ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي څېړنو او مجلې معاونيت په نوښت د پوهنتون په عمومي کتابتون کې جوړ شوی دی، د پنځه‌گونو پوهنځيو لسگونه محصلينو په کې برخه لري.

ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د علمي چارو مرستيال او د پوهنتون سرپرست قاضي عبدالهادي فضلي د اسلامي تاريخ په رڼا کې د کتاب لوستنې او مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او له محصلینو يې وغوښتل چې مطالعه د خپل ځاني او مسلکي پرمختگ لپاره معمول وگرځوي او هره ورځ کتاب لوستنې لپاره ځانگړی وخت بېل کړي.

ورپسې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د ورکشاپ په اړه معلومات وړاندې کړل او گډونوالو ته يې د کتابتون اصولو مراعتولو، د مطالعې وخت پېژندلو، په خپلو تحصیلي رشتو کې د څېړنې لپاره د کتابتون له کتابونو څخه د گټې اخېستلو او مطالعې د ارزښت او گټو اړوند اړینې سپارښتنې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې په خپل فعال گډون سره له دې فرصت څخه اعظمي گټه واخلي.

د ورکشاپ په لومړۍ ورځ پوهنتون د علمي څېړنو آمر پوهندوی محمد رحيم خاکسار(له کتابتون څخه د گټې اخېستنې اصول) او د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنيار حميدالله حميد(د گټورې مطالعې لارې چارې) تر سرلیکونو لاندې خپل چمتو کړي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل او د گډونوالو پوښتنې يې ځواب کړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

BACK TO NEWS