له غزني پوهنتون سره د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

Abdullah Saeed
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۵
SJAU

د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون او د غزني پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د غزني پوهنتون او د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي، څېړنیزو او اکادمیکو همکاریو هوکړه‌لیک د دواړو پوهنتونونو د مسؤلینو له لوري په غزني پوهنتون کې لاسلیک شو.

پیل کې د غزني پوهنتون عمومي ريیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست او هرکلی ووايه او زیاته یې کړه چې د پوهنتونونو ترمنځ دا ډول همکارۍ زموږ د هېواد د علمي او څېړنیز پرمختگ بنسټ جوړوي. موږ باور لرو چې د گډو علمي پرو گرامونو، د استادانو او محصلینو د تبادلې، او د گډو څېړنو له لارې به د دواړو پوهنتونونو کچه لا پسې لوړه شي.

په ورته وخت کې، د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي د غزني پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه؛ او دارنگه یې د تفاهملیک او د پوهنتونونو ترمنځ د گډو علمي همکاریو په اهمیت خبرې وکړې او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د تفاهمنامې لاسلیک یې یو مهم گام وباله او زیاته یې کړه چې موږ هڅه کوو چې له غزني پوهنتون سره د علم، څېړنې، د کیفیت لوړونې او د نوي علمي نسل د روزنې په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.

دغه هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو د علمي اړیکو د پیاوړتیا، د متقابلې تجربې د شریکولو او د علمي همکارۍ د یو نوي فصل پیل گڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۳۸
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS