د پوهنتون محصلينو ته د انساني خلقت مقصد او د انساني ژوند اهميت تر سرليک لاندې علمي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۵۹
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د لیلیې په جامع مسجد کې د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت په نوښت د انسان د پیدایښت مقصد او د انساني ژوند اهمیت په اړه د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنیار محمدوسيم حبيبي له لوري د پنځه‌گونو پوهنځيو سلگونه تنو محصلینو ته معلوماتي سېمینار وړاندې شو. پيل کې د دعوت او ارشاد آمر مولوي خليل الله معصوم د وخت او صحت په ارزښت خبرې وکړې او محصلين يې مخاطب کړل چې په خپلو درسونو کې په پوره کوښښ سره، د خپل نظام او کورنۍ هيلو ته ځانونه ورسوي. ورپسې د شرعیاتو پوهنځي د عقيدې څانگې استاد پوهنیار محمدوسيم حبيبي له لوري د انساني خلقت مقصد او د انساني ژوند اهميت په اړه بحث وشو او ويې ويل چې پېريان او انسانان يوازې د عبادت لپاره پيدا شوي او د انسان د خلقت هدف د علم حصول دی. نوموړي په خپلو خبرو کې قوي عقیده، نېک اعمال، حق باندې عمل او بل ته رسول او په دې لار کې صبر او استقامت د انساني ژوند مهم اصول ياد کړل. د سېمینار برخه‌والو محصلانو د استاد خبرې د فکري وېښتيا او د هدف‌من ژوندانه په برخه کې مهمې يادې کړې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴۱
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۱۶
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۸:۵
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS