د عبدالله بن عباس ؓ دیني جامعې رئیس د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له رهبرۍ سره وليدل
په یاده ليدنه کې، چې د پوهنتون په رياست مقام کې ترسره شوه، د عبدالله بن عباس ؓ ديني جامعې د تدريسي او اداري چارو لپاره د زېربنا اړوند ستونزو د حل په موخه مشورې او نظريات شريک شول.
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په لنډ وخت کې د يادې جامعې له لوري ترسره شوي فعاليتونه او پرمختگونه وستايل او د یادې جامعې رئيس ته يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. د عبدالله بن عباس ؓ ديني جامعې رئیس شيخ عبدالمالک نيازي د پوهنتون له عمومي رئيس او مرستيالانو مننه وکړه، چې تل یې له هغوی سره په چارو کې پوره همکاري کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د دې ليدنې پر مهال د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د عبدالله بن عباس ؓ ديني جامعې رئيسانو سربېره د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد هم حضور درلود.
